افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي، چې ۱۲ تنه په سوري زړه ناروغۍ اخته ماشومان یې د درملنې په موخه په کابل ولایت کې څلورو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.
یادې ټولنې په یوه خبرپاڼه کې لېکلي، چې یاد شمېر ماشومان یې نن دغو روغتونونو ته ورپېژندلي او د درملنې ټول لګښت یې هم دوی په غاړه اخېستی دی.
دا خبر داسې مهال نشر شوی، چې تېره ورځ هم د یادې ټولنې لخوا ۱۰ تنه په سوري ناروغۍ اخته ماشومان د درملنې په موخه دریو روغتونونو ته وروپېژندل شول.