د افغانانو د اعدام لړۍ؛ ایران یو وار بیا دوه افغانان په دار ځړولي

د افغانانو د اعدام لړۍ؛ ایران یو وار بیا دوه افغانان په دار ځړولي


  • 1 مياشت دمخه (14/12/2024)
  • شریف ولي‌زاده
  • 41

د هنګاو په نوم د ایران د بشري حقونو بنسټ ویلي، چې د ایران حکومت تېره پنج شنبه دوه افغانان اعدام کړي دي. 

یاد بنسټ لیکلي، چې دا افغانان د نشه يي توکو په تور د یاد هېواد په مشهد مرکزي زندان کي په دار ځړول شوي دي. 

سرچینه زیاتوي، اعدام شوي کسان د محمد شاه اڅکزي او رحیم شاه اڅکزي په نومونو وو، چې ۲۴-۲۴ کاله عمرونه یې درلودل او نږدې دوه کلونه وړاندې د یاد هېواد قضايي محکمې په اعدام محکوم کړي وو. 

د یو شمېر بشري حقونو بنسټونو د خپرو شویو شمېرو له مخې د ایران حکومت د روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال له پیل راهیسې ۶۵ تنه افغانان اعدام کړي دي.