کندهار کي مرکز له کندهار ښار څخه ختیځ ته لور ته د ډنډ ولسوالۍ پر لاره د زابر پر غاړه د یوه کس لخوا د وحشي او اهلي څارویو یو ژوبڼ جوړ شوی دی.
د یاد ولایت د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، په دغه ۲،۵ جریبه ژوبڼ کي د یوه کس لخوا شاوخوا ۳۰۰ زره ډالره پانګوه شوې او دا مهال د یوې جوړې زمریانو په ګډون ۵۰ ډوله وحشي او اهلي څارویو ته روزنه پکښې ورکوي.
د دغه ژوبڼ څښتن وايي، دا ژوبڼ یې د ورکېدونکو ژویو د مخنیوي او نسل نیونې په موخه جوړ کړی او هڅه کوي؛ ترڅو نور ژوي هم دغه ژوبڼ ته راولي.
دا پس له ډېرې یو شخصي ژوبڼ دی، چې په کندهار کې جوړ شوی او هره ورځ لسګونه کسان د منظرې په هدف ورځي.