د سرپرست حکومت مسئولین خبر ورکوي، چې په افغانستان کې د امنیت له اړخه کومه اندېښنه نه شته او د کاناډا د حکومت څرګندونې یې بېځایه بللي دي.
د سرپرست حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په یوه ږغیز کلیپ کې ویلي، چې دا مهال په افغانستان کې ګڼ شمېر بهرني ډيپلوماټان، ګرځندویان او نور بهرني اتباع شتون لري او دوی په بشپړه توګه د هېواد امنیت ته توجه کړې ده.
دا غبرګون تر هغه وروسته د سرپرست حکومت لخوا وښودل شو، چې تازه د کاناډا حکومت له خپلو اوسېدونکو څخه غوښتنه کړې، چې افغانستان ته دي د امنیتي ستونزو له امله سفر نه کوي.