اشرف المخلوقات


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • ډاکټر نجيب زاخېلوال
  • 1333

پخپل کلي او کور کې  چې د دين د علماو سره په خبره پوهېدم يانې ژبه مو سره يوه وه نو د ملايانو سره مې تندې نه لګېده. زما ورسره کومه  ذاتي دشمني نه وه ځنې خبرې داسې وې چې زه يې له د غه ډلې لرې کړې وم نو زياتره وخت به مې د ملګرو راسره بحث وو چې زه ولې لمونځ نه کوم زه ولې جمې ته نه ځم!
زه پوهېدم چې ولې؟
هو ما ته ياد شي چې هر ملا به ويل چې انسان اشرف المخلوقات دی. او دا ټول شيان الله د انسان د خدمت لپاره پيدا کړي دي که بيا به مې ترېنه وپوښتل چې انسان ولې اشرف المخلوقات دی نو په اوتو بوتو به سر شو او هغه د فرزانې ملا خبره کتاب البطن  نه به  يې راته پيل وکړ فرزانه ملا په پاکستان کې زموږ د جومات خطيب وو او په سندرغاړې فرزانه مين وو او د هغې کسټې به يې په جيب کې ګرځولې او کله ناکله به يې په مينه کې دومره غرق شو چې  بس داسې دلايل به د خپلې مينې د زبات لپاره راوړل چې انکار ترې کفر وو. او خپلې مينې ته به يې د شرعيت تبی، تورکی ( غوړ) ورکړ هغه د ملا د ځوي او د شکوڼ کيسه به شوه.
نو ده  به چې په ممبر خبرې کولې نو زياتره وخت به يې کتاب البطن ډېر ياداوه، نو دا چې ما هم خلاصه ويلې وه او اخند وم او د کفر او اسلام مهر مې په جيب کې ګرځاوه نو هسې خو مې د ټولو کتابونو نومونه اوريدلي وو لکه منيه، قدري، کنز، هدايه د سعدي د سندرو کتابونه خو د کتاب البطن نوم مې نه وو اورېدلې نو مې ترې وپوښتل چې دا کتاب البطن لا د کوم کتاب نوم دی؟
نو فرزانی ملا په کټ کټ وخندل : کينه د خدای بنده  د ګېډې نه بل لوی کتاب شته  بس دلته چې د ګېډې نه ګړېږې څوک درباندې نه پاږي ( نه پوهيږي)
. بس په همدې مې زړه شين وو چې نزدې ټول ملايان د کتاب البطن نه ګړېدل او ځنې خو پدې خپل کتاب البطن کې دومره مخکې تللي وو، چې تش په مونډۍ ږېره به يې هم خلک کافر کول.
دا چې د وطن نه مې تًقدير په بل وطن شو نو زړه کې مې کرل رېبل چې که نور څه نه وي نو د ساينس او ټکنالوژي ته نزدې ملايان به د کتاب البطن په ځای د کتاب المغز نه خبرې کوي، بس دلته هم زوړ ملا او زړې تراويح او د قصه خوانۍ د کفر د فتوا ټاپه او رنګ وو او هر ملا  ځان نه مفتي الاعظم جوړ کړې وو .
د جومې ورځ وه د لمونځ په نيت روان شوم ملاپه ممبر لومړی په عربي وغږېده او بيا يې د سيمې په ژبه خبرې وکړې.نو د کندهاريانو په خبره سر مې په خلاص شو او پوه شوم چې څه وايي لنډه دا چې زما لمونځ ددې ملا پسې هم نه کېده  ځکه خداي وايي چې لومړی ځان پېژندل فرض دي نو دې ملا هم ځان نه پېژانده نو څوک چې ځان نه پېژني هغه لېونی وي او د فقهې مسله ده چې ليوني پسې لمونځ نه کيږي او نه امامت کولی شي.
جاينماز ( مصله ) مې را ټول کړ او د جومات نه په راوتو شوم خلکو راته برند برند کتل لکه  موټ مې يې چې غلا کړي وي. زما د کور او جومات تر مينځ يو لوی ځنګل پروت دی د لنډې لار په ځاي په اوږده  لار چې د ځنګل  په مينځ کې غزېدلې وه رهي شوم د څه مزل وروسته لار راته اوږده شوه او زه ستړی شوم په يوه پلنه تيږه کيناستم سر مې په زنګون کېښود او په سوچونو کې ډوب شوم چې زه څوک يم او دلته څه کوم په همدې سوچ کې وم چې د خيال ښاپېرۍ ځان سره د يو غره تر څنګه يوړم په غار کې يو ببر سرې ملنګ ناست دی داسې ښکارېدل چې په ټول عمر يې نه لمبلي وو او نه يې اوبو ته ځان ښوولی وې تر څنګ يې د شرابو خم پروت دی زما د خولې ورته وختل چې بابا ته څوک يې ؟
ملنګ راته کړل چې زه خدای يم !
زه اريان شوم چې د بدې بتره، دا خو سوچ کافر دی. ځان ته خدای وايي زما د کلي د ملا په کتاب کې دده وژل روا دي او جهاد پرې کيږي .
لکه ملنګ چې زما په نيت پوه شو سر يې راپورته کړ او له غضب نه په ډکه لهجه يې راته کړل:
ته د مينې بې خبره
ته د حسن نه منکر يې
ته کافر يې ته کافر يې
را ته يې کړل : زه خدای پيدا کړم دا خپل لوی ځان يې زما په زړه کې ځای کړ او خپل علم يې ما ته راکړ او په ځای ددې چې ما ته ووايي چې زه ورته سجده وکړم، علم مخلوقات يې اړ کړل چې ماته سجده وکړي !!!
ځکه زه خدای وم او خداي زما په زړه کې وو .
بيا سر اسمان ته پورته ونيوه او د ځان سره يې کړل:
ماشوم نه يم چې جنت پرېږدم
ستا د سور دوزخ د يرې
جانانه ميخانه درکړم
واخلم ستا کنډې کپرې
او د ميو ګيلاس يې پورته کړ د غړپ نه د مخه يې کړل:
خدايه! زه په دې ورکوټي زړه کې يو څه له تا نه زيات لرم چې ته يې ددې دومره لوي سره نه لرې هو خدايه! زه په زړه کې تا لرم  مګر ته پخپل زړه کې ځان نه لرې .
د غړپ نه وروسته يې ما ته مخ کړ:
راشه راشه ليوني له
جام اوچت که مسلمان شه
د رندانو په مذهب شه
جنتي پدې جهان شه