د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت چارواکي وايي، د سیمکارډونو د ثبت پروسې له پیل راهیسې شاوخوا ۱۸ میلیونه سیمکارډونه ثبت شوي دي.
د دغه وزارت ویاند عنایت الله الکوزي تېره ورځ پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې یاد شمېر سیمکارډونه د بېلابېلو دولتي او غیر دولتي مخابراتي شرکتونو لخوا ثبت شوي؛ خو اته میلیونه نور بې ثبت پاتې دي او زیاتوي، د پاتې نورو د ثبتولو پروسه اوس هم جریان لري.
د وزارت د معلوماتو پر اساس، دا مهال په ټول هېواد کې شاوخوا ۲۶ میلیونه د بېلابېلو مخابراتي شبکو سیمکارډونه فعال دي، چې ټول به په دغه سیسټم کي ثبت شي.