د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ذاکر جلالي ويلي، نن يکشنبه د د بهرينو چارو وزارت سرپرست کابل کې جمهوري دولت د پارلمان پخواني مرستيال ظاهر قدیر د کورنۍ له غړو سره ليدلي دي.
د نوموړي په خبره، افغان حکومت مسووليت لري چې پرته له توپیر د هر افغان د حق پوښتنه وکړي.
سرچینې دغه راز ويلي، دوحه کې يې د افغانستان سفارت ته دنده سپارلې چې د کينيا حکومت سره اړيکه ونيسي او د ظاهر قدیر موضوع ورسره شریکه کړي.
د يادونې ده چې ظاهر قدیر کينيا کې د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوی او ټاکل شوې چې محکمه يې هم کينيا هېواد کې ترسره شي.