د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ويلي، د هېواد ځيني پانګوالو د ياد ریاست سرپرست سره کتلي او ويلي يې دي چې باميانو کې پر حاجي ګک کان ۶۵۰ ميليونه ډالر پانګونه کوي.
ياد پانګوالو ويلي، دغه چاره به له يوې بهرنۍ مؤسسې سره په ګډه او مسکلي توګه استخراج او دغه راز به د توکو يوه کارخونه هم جوړه کړي.
د سرچينې په خبره، دغه فابریکه کې به هر ورځ ۹ زره ټنه اوسپنه پروسس کيږي.
همدې حال کې بیا مسوولينو پانګوالو ته د همکاري ډاډ ورکړی او کانونو وزارت ته يې سپارښتنه کړې ده چې له پانګوالو سره دې ګډ کار وکړي.