سوله یو مجرد تلاش یا تعامل نده چې د جگړې د مخاصمو طرفونو ترمینځ تر اتفاق وروسته رامنځته شي
سوله کومه دولتی یا طالبي پروژه هم نده چې شروع، پای، تشکیلات او بودجه ورته وټاکل شي او پدې سره تحقق ومومي، جنگ په جنگ نه ختمیږي!
دسولې لپاره له جنگیالې طالب پرته نور عمده خنډونه هم شته، بی تعلیمه ټولنه، ناداني، پردي مداخلات، نیابتي جنگونه، فقر او غربت او… ؛ خو د سولې د نه راتگ او د جنگ د دوام اساسي عوامل طالبانو زیږولې مثلاً:
(۱). اجتماعي سوله هغه وخت راځي چې اجتماعي عدالت تامین شي، اجتماعي بهبود، په اجتماع کې ځان نه لیدل او یا په حاشیوي انزوا کې د یوې طبقې واقع کیدل او…نو اجتماعې عدالت او گډون تر ټولو موثره عوامل دي چې اجتماعي سوله راوستل شي؛ اما د طالب جنگ سبب شوی چې د قوانینو تطبیق سخت شي او اجتماعي عدالت عملې نشي او ورسره سلگونه نورې ناخوالې ټولنې ته اضافه شي
(۲). د پایدارې سولې لپاره، اقتصادي پراختیا، زیربنایی پرمختگ، انکشافي پروژي، عمراني کارونه تشدیدول، تجارتي پراختیا او د مثبتو اقتصادي اړیکو پراخول مهم عناصر دي، د طالب جنگ د انکشاف په وړاندې عمده خنډ دی؛ خو ددې باوجود باید کارونو ته پراختیا او ادامه ورکړل شي د طالب مرگ اقتصادي وده او انکشافي پروژې دي
(۳). ادغام او انضمام، د جنگیالو لپاره په ټولنیزو فعالیتونو او د گټې وټې په پروژو کې یی شاملول مهم دي تر څو چې د مخالفو وسله والو لپاره په مثبتو فعالیتونو کې ونډه نشي ایجاد او په سالم ژوند کې یی سرنوشت غوټه نشي دوی به د جگړو د دوام عناصر وي… تر جگړې زیات با ارزښته کار ادغام او انضمام دی، د مصر او پاکستان د ادغام پروگرام ډیره دلخواه نتیجه ورکړه، هلته اوس د دوی مذهبي تندلارې د نظام په وړاندې ویلې شوې ده دوی اوس د باغیانو په ستیج کې ندي
(۴). د سولې لپاره د نړیوالو دوستانو اقتصادي مشارکت مهم دی، فعلاً دوی د یوه خطا سیاست له مخې د افغانستان په سولې کې ډیره ونډه نه اخلي… گویا ځان یی څنډې ته کړی… نړۍ د نظامي ملاتړ تر څنگ باید ۹۰٪ زمونږ د اقتصادي مشارکت له لارې د جگړو د خونړې کیدو مخه ونیسي، د گوریلایی ډلو د خونابه لوبو تماشاچي پاته کیدل خطرناک بشري ضد عمل دی، نړۍ کولی شي په سولې کې د اقتصادي ملاتړ له لارې له ترهگرۍ سره گټوره او نجات بښوونکې ونډه واخلي
(۵). دافغانستان سوله د ټولو لپاره، بخصوص د گاونډیانو (ایران او پاکستان) لپاره حیاتي ده، د نړۍ د امنیت لپاره هم د افغانستان سوله حیاتي ده. تروریزم د غربت او محرومیت له وجهې تقویه کیږي، قهري او خشونتي مبارزه هغه وخت پراخیږي چې مخالف وسله وال تنها او تنها جگړیز ماموریت ته د جنگي عنصر په حیث پریښودل شي او یا هم له دوی سره صرف او صرف د جنگیالو په عنوان له حذفونکی چلند کار واخیستل شي… که لیږ تفکیک وشي نو وینو چې په دوی کې ټول فکري مخالفین ندي، په دوی کې ذهني او عقیدوي گمراهان شته، نادان ځوانان، بې خبره ځوانان، د فقر او بیکارۍ په سبب په جنگیالې بدلیدل، د سیمه ییزه ضعفونو په سبب عادي ساحات د مخالفینو په ساحاتو تبدیل شوې، د حکومتدارۍ خلا خطرناک عواقب لري او…
(۶). نو دولتونه او نړیوال همکاران مکلف دي چې له مختلفو ابزارو، مختلفو وسایلو او مختلفو تکتیکونو کار واخلي بلکې ډیرې زیاتې بوختونکې زمینې باید مهیا کړې شي تر څو مخالفین په سازنده ساحاتو او ماموریتونو کې مدغم شي…
پاکستان او ایران په تیرو لسو کلونو کې خپل لومړیتوب د خپلو مذهبي مخالفینو ادغام ته ورکړ، دوی په حذفولو دومره کار ونکړ څومره چې یی په سازنده ادغام او گټورو پروگرامونو کې د خپلو مخالفینو پر ذوب ولو کار وکړ…په مصر کې د سیسي رژیم هم وکولی شو د اقتصادي اضافي یارانو (مساعدتونو) له لارې یی فعال مخالفین په اجتماعي کارمندانو تبدیل کړل
(۷). د خارجي حضور تشه باید پر اقتصادي ونډې جبران شي، اقتصادي ونډه د سولې او ادغام لپاره بهترینه نتیجه ورکولی شي
(۸). نور زیات فکري، میدیایی او اصلاحي کارونه هم شته چې باید پکار واچول شي… دلته د نړیوالو بې میلي بد عواقب لري، دغه بې میلي باید د دیپلوماتیکو کانالونو له لارې په مشارکت باندې تبدیل شي، متاسفانه دغه دیپلوماتیک ضعف محسوس دی، د همدې بی میلۍ په سبب خشونت او تشدد ورځ تر بلې زیاتیږي، طالبان چې دغه خالي فضا او د نړیوالو د حضور نشتون گوري نو د جگړو تشدید ته تشویقیږي، نړیواله ټولنه باید د افغانستان حکومت ته یوځل بیا قوی ملاتړ ورکړې قوی اقتصادي او مالې همکارۍ ورسره وکړې… له اقتصادي عناصرو سولې او ثبات ته تگ آسانه او ممکن دی تر دینه چې د جنگ او باروتو له لارې د سولې آرزو تحقق ومومي… له اقتصادي او اجتماعي میکانیزمونو د کار کولو متعدده طرحي او تیورۍ وړاندې کولی شم اما تر بیا…