د پاکستان پوځ:  هند سره بريدونو کې مو ۱۱ پوځيان وژل شوي او ۷۸ نورټپيان دي

د پاکستان پوځ: هند سره بريدونو کې مو ۱۱ پوځيان وژل شوي او ۷۸ نورټپيان دي


  • 3 اونۍ دمخه (13/05/2025)
  • 165

د پاکستان پوځ يوه اعلاميه کې ويلي، هند سره وروستیو جګړو کې يې يوولس تنه پوځيان وژل شوي او ۷۸ نور ټپيان دي.

سرچينې ويلي، د وژل شویو له ډلې يې ۵ تنه د هوايي ځواک پوځیانو وو.

همدې حال کې د ياد هېواد پوځ ويلي، ۴۰ ملکي وګړي هم په دغه جکړه کې وژل شوي دي.

هاخوا بیا هند ويلي دي چې پر پاکستان يې بريدونو کې ۴۰ پوځيان وژلي او شاوخوا ۸۰ تره.ګ.رو ته یې هم مرګ ژوبله اړولې ده.

د ياد هېواد لومړي وزير بیا ويلي، پر پاکستان يې بريدونه درولي، خو حرکات يې څاري.

د يادونې وړ ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اوربند د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر منځګريتوب ټينګ شوی دی.