ستانکزی: لس کاله وروسته به د افغانستان اوبه د تېلو په بیه وي

ستانکزی: لس کاله وروسته به د افغانستان اوبه د تېلو په بیه وي


  • 11 مياشتي دمخه (16/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 469

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ویلي، چې افغانستان کې کافي اندازه اوبه شته او سرپرست حکومت یې د ښه مدیریت وړتیا لري.  

عباس ستانکزي کاپیسا کې یوې غونډې ته په وینا کې زياته کړې، چې راتلونکو لسو کلونو کې به د افغانستان د اوبو ارزښت له پټرولو څخه لوړ شي. 

نوړموړي خبرداری ورکړی، چې تر دې وروسته د افغانستان اوبه چاته نه ورکوي او نه یې هم ور پرېږدي. 

هغه دغه راز ويلي، چې د سرپرست حکومت په راتګ سره، په هېواد کې جنګ او زورواکي پای ته رسېدلي، د افغانانو ترمنځ ملي يووالی لا ټينګ شوی او ډلې تپلې له منځه وړل شوې دي. 

د ده په وينا، سرپرست حکومت هېچا ته د افغانانو ترمنځ د نفاق او په هېواد کې د ګډوډۍ اجازه نه ورکوي.