ډبلیو ایچ او: له پاکستانه د افغانانو راستنېدنې د پولیو خپرېدو خطر زیات کړی

ډبلیو ایچ او: له پاکستانه د افغانانو راستنېدنې د پولیو خپرېدو خطر زیات کړی


  • 1 کال دمخه (23/12/2023)
  • سمسور نیوز
  • 439

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، چې له پاکستانه د افغان کډوالو راستنېدنې په افغانستان کې د پولیو خپرېدو خطر زیات کړی دی. 

دغه اندېښنه د ګوزن ناروغۍ د له منځه وړلو د بېړنۍ کمېټې په ۳۷مه غونډه کې یاده شوې ده.

یاد سازمان تېره ورځ په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، که څه هم په وروستیو څلورو میاشتو کې په افغانستان کې د پولیو کومه نوې پېښه نه‌ده ثبت شوې؛ خو دغه ګواښ لا هم پر خپل ځای دی.   

د پولیو د له‌ منځه‌ وړلو بېړنۍ کمېټې په افغانستان کې د پولیو پروګرام د بېړني پلان فعالېدو خبر هم ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې په ځینو زیانمنوونکو سیمو او لویو لارو کې یې اضافي ډلې او څارونکي ځای پر ځای کړي، چې راستنېدونکي ماشومان واکسین کړي.  

دې سازمان دا هم ویلي، چې د راستنېدونکو په شمېر کې وروستی زیاتوالی به په افغانستان کې بشري ننګونې لا پسې زیاتې کړي.

اوس‌مهال په افغانستان کې د پولیو ۶ پېښې ثبت دي، چې ټولې یې په ختیځ ولایت ننګرهار کې دي، چې له پاکستان سره پر پوله پروت دی.