جوزجان؛ په ټرافیکي پېښه کې څلور تنه مړه شوي

جوزجان؛ په ټرافیکي پېښه کې څلور تنه مړه شوي


  • 2 ورځي دمخه (03/06/2025)
  • سمسور نیوز
  • 125

په جوزجان ولایت کې په یوه ټرافیکي پېښه کې د یوې ښځې او دوو ماشومانو په ډډون څلور تنه مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.

د یاد ولایت امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالستار حلیمي ویلي چې دغه پېښه نن سهار (د غبرګولي ۱۳مه) د خانقا ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوه سراچه او پاسو موټر ترمنځ د ټکر له کبله رامنځ‌ته شوې ده.

حلیمي زیاته کړې چې د پېښې ټپیان د جوزجان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ بلل شوی دی.

د یادونې ده چې د موټر چلوونو بې‌احتیاطي، د ټرافیکي اصولو نه رعایت او د سړکونو خرابوالی په افغانستان کې د ټرافیکي پېښو له اصلي عواملو څخه ګڼل کېږي.