له ایرانه د افغان کډوالو اېستلو بهیر چټک شوی

له ایرانه د افغان کډوالو اېستلو بهیر چټک شوی


  • 2 ورځي دمخه (04/06/2025)
  • سمسور نیوز
  • 67

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له ایران څخه د افغان کډوالو د اېستلو د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې او وايي چې دغه بهیر په وروستیو میاشتو کې چټک شوی دی.

یاد سازمان د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې یوازې د روان میلادي کال د مې میاشتې په ترڅ کې له ایران څخه ۱۵زره ۶۷۵ افغان کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې چې د اپرېل میاشتې په پرتله ۲،۳ برابره زیاتوالی ښيي. 

د راپور له مخې، د دغو کورنیو ډلې ۱۱زره ۲۰۱ کورنۍ په زوره اېستل شوي او پاتې نورې په خپله خوښه افغانستان ته راستانه شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې ایران بې‌اسناده افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی چې د ۲۰۲۵ کال د جولای له شپږمې نېټې مخکې له دې هېواده ووځي. 

له بلې خوا د ایران سربېره، دا مهال له پاکستانه هم د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ روانه ده.

سرپرست حکومت او د ملګرو ملتونو اړوند ادارو په وار، وار له کوربه  هېوادونو غوښتي چې د کډوالو داوطلبانه راستنېدو ته دې زمینه برابره کړي.