د چين د دولتي رسنۍ چين ګلوبل ټايمز د راپور له مخې، د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت وياندې مايو نينګ په يوه خبري غونډه کې ويلي، هېواد له افغانستان سره د نړيوالو اړيکو د پياوړتيا ملاتړ کوي. نوموړې دغه راز ويلي، چين نړيواله ټولنه هڅوي چې، د افغانستان ب...
د افغانستان بانک سبا چهارشنبه (د چنګاښ ۱۱مه) د داوطلبۍ له لارې ۱۵ میلیونه امریکایي ډالر لیلاموي. یاد بانک په یوه خبر پاڼه کې له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي. سرګینه زیاتوي چې داوطلبۍ...
د غور ولایت مرکز فیروز کوه ښار اړوند په بند باین لاره د یوه زاړه ماین چاودنې له امله د یو ماشوم په ګډون دوه تنه مړه شوي او یو بل ټپی دی. سیمهییزې سرچینې وایي چې دغه پېښه نن هغه مهال رامنځته شوه چې ملکي کسان له خپلو څاریو سره یو ځای له دې...
په ارزګان ولایت کې د ۱۶۵،۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د شفلوغ بند جوړولو چارې پیل شوې. د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر عبداللطیف منصور د شفلوغ بند د پرانېستې په مراسمو کې د دې بند جوړولو هدف د اوبو مدیریت، د ځمکې لاندې اوبو سرچینو پياوړتیا او د موسمي سېلا...
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) وایي چې د روان میلادي کال په جون میاشت کې له ایرانه په راستنو شویو کې څلورمه برخه یې ماشومان دي. په افغانستان کې د یونېسف استازي تاج الدین اوېوالې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د دغو ماشومانو له ډلې...
د اټومي انرژي نړيوال اژانس ويلي دي چې که څه هم د امريکا بريدونو کې د ايران اټومي تاسيساتو ته زيان اوښتی دی، خو د دې امکان شته چې دغه هېواد يو ځل بيا د يورانيمو د غني کولو هڅه وکړي. د ياد اژانس مشر ويلي، لا هم نده معلومه چې د ايران ۶۰ سلن...
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې، په غزه کې ۶۶ ماشومان د خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي. په غزه کې د حکومت د رسنیو دفتر له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د اسرائیلو له خوا د غزې محاصره کول یو جنګي جنایت دی او ښیي چې هېواد یې د ملکي...
د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ ګډې خونې افغانستان بانک ته بلنه ورکړې چې د بانکي اړیکو د پراختیا په کنفرانس کې چې د روان کال په اګست کې جوړېږي، ګډون وکړي. د افغانستان بانک له لوري په خپره خبر پاڼه کې راغلي چې د دې بانک لومړي مرستیال صدیق الله خالد د...
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مرستیال اندریکا راتوټه وايي، دغه دفتر هڅه کوي چې ایران قانع کړي، څو د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ ودروي. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغ...
د پاکستان حکومت تېره شپه ( شنبه، د چنګاښ ۷مه) د غلام خان بندر د موټرو او مسافرو تګ راتګ پر مخ تړلی دی. د خوست د والي ویاند، مستغفر ګربز پر خپله اېسک پاڼه لیکلي چې پاکستاني چارواکو د غلام خان بندر کمیساري ته ویلي چې دا لاره به د امنیتي ستونزو له امله...