د اټومي انرژي نړيوال اژانس: ښايي ايران يو ځل بيا د يورانيمو غني کول پيل کړي

د اټومي انرژي نړيوال اژانس: ښايي ايران يو ځل بيا د يورانيمو غني کول پيل کړي


  • 2 ورځي دمخه (29/06/2025)
  • سمسور نيوز
  • 108

 د اټومي انرژي نړيوال اژانس ويلي دي چې که څه هم د امريکا بريدونو کې د ايران اټومي تاسيساتو ته زيان اوښتی دی، خو د دې امکان شته چې دغه هېواد يو ځل بيا د يورانيمو د غني کولو هڅه وکړي.

د ياد اژانس مشر ويلي، لا هم‌ نده معلومه چې د ايران ۶۰ سلنه غني شوي يورانيم د امريکا له بريد وړاندې له اټومي بټيو اېستل شوي وو او کنه؟

نوموړي دغه راز ويلي، دا بايد روښانه شي چې ياد يورانيم اوس مهال چېرته دي.

که څه هم دغه اژانس په دې اړه د پلټنو ويلي، خو د ايران پارلمان له ياد اژانس سره د همکاري ځنډولو پریکړه کړې ده.

د يادونې چې ټرمپ ويلي، که ايران بيا د اټومي وسلو د جوړولو هڅه وکړي، نو دی به بيا پرې بريد وکړي‌.