دکابل په یاد

2020-09-21

خوار نصیب او مجبورۍ کړمه پر دیسه

ګران وطن ته مې نسیمه سلام  ویوســه

چې زما دزړه هینداره شــولـــه مــــاتــــه

هم له ځان هم له جهان شومـــــه مایوسه

*  *   *  *             

که څـو غلو نه وای ورانکړی تــــه کا بله

ډیــر وې ښکلی له لندن او له پــــــاریسه

دکنــړ سیند مې ګــــلان دوربــــل دروړل

ابا سین کې یـــې پښتـــــونـــــه یاره نیسه

 

ځوروې مې ته احساس او مـــینــه دواړه

نه زړیږې د" نغمــې " دغــــم کـــمـــیســــه