غزل

2020-09-21

تـــــــــه چــــــې مې د زړه د لارې مل شولې

داسې راته ښکاري چې مې غل شــــو لي

 

ستړې یم د مه مې کړه راوا مې خـــلـــــــه

ولې مې د ليـــرې لار مزل شــــــــولـــــــې

 

زه دې کړم لمبه اېــــــره، ایــــره شــــولـــم

بل مې د زړګي په شیش محل شــولـــــې

 

ای زما د مينې ارمـــــانـــــو بــــا غـــــــــه

څنګه د تېرو اغـــــزو ځنګل شـــولـــــــې

 

ستا قاتل نظر ته چــې مـــــې و کتــــــــل

ګوره څه بې وخته شان اجل شــولـــــــې

 

څوک دې د« نغمې» نه بېلوی نــه شي

ته مې په تندي لیک د ازل شـولــــــې

جرمني

۲۰۰۲/۸/۷