غزل

2020-09-21

جانانه بیا دې اورېـــــــدلــــې دي د چــــــا خــــبــــــرې

راته لګیـــــا یې چې کوې دا بې حیــــــا خــــــبـــــــرې

په تا مین زړګی مې نه اوړي له تــا نـــه اشـــــــــنـــــــا

راځه چې وکړو د یوســف او زلیخــــــا خـــــبــــــــــرې

سترګې دې سرې کاسرې لمبې مې په بدن پورې کا

بس دی نور پرېـــــږده د دوزخ او د مـــــــلا خبـــــــرې

په ننواتو مې د مینې ته پـخلا نــــــه شــــــــولـــــــــې

په زړه دې څه دي راته ووایــه صفـــــــــــا خـــــبــــــرې

په محبت کې بدنامي وي بل څه نــــه وي  اشــــنــــــا

زه پرې شرمېږم چې کوې راتــه د غــــــــلا خبـــــــــرې

ز ما په لاس کې ده امسا تل په تیارو ګــــرځــــمـــــه

ړانده ته مه وايـــــــــه د ورځـــــــې د رڼــــــا خـــبـــــرې

شو مازیګر منګې مې وایې چــې جانان ته به ځـــــو

« نغمې» ته وکړه د ګودر او جـــــــلالا خــــــــبــــــرې

امریکا

۶ /۶ / ۲۰۰۲