غزل

2020-09-21

بـــــې لـــــــه تــــا دغــــه ښایست راپورې اورشي

خدای دې نه کړي چې وربل مې په چا خپور شي

ستـــا لــــه ستـــرګــــو نـــه به خوب وتښتـي یاره

چــــیــــرې پــــورتــــه که زمــــا دبنـګړو شور شي

اوس دمــــرګ او دســـلګو پـــه منــــځ کې اوسم

لږ خو راشــــــه چــــې سلګۍ مـې څه په زور شي

ای ســـاقـــي ! دمیخانــــې دستـــور دې څــــه ده

چیـــرې نــــه چـــــې راته جوړ پکې پیغور شـــــي

درقیـــب زړه بــــه لمبـــــه ایـــــره ، ایـــــره شــــــي

چیرته ماتـــه به دیار پــــه زړه کــــې کــــور شـــي

ددې خپلې مینې سیـــــوری لــــږ پــــرې وکــــــړه

چې پرهار پرې د « نغــمې » دزړه ټــــکور شــــي

۱۰  / ۶  / ۲۰۰۰ امریکا