غزل

2020-09-21

ستا خواږه یادونه راپـــــــه زړه کـــــــړمــــــه

څه تر خه غمونه پرې خـــــــواږه کـــــړمــــــه

ته چې راته وایې چې زه ســـــتـــــا یـــــمــــه

ستا په دې خبرو بـــــه زړه ښه کـــــــړمــــــه

زه خو دې دمینـــــې مینـــــــه والـــــه یـــــم

دا پاتې دنیـــــا ده دابــــــه څـــــه کـــــړمــــه

داچې مې قبله دستا پــــه لـــــوري شـــــوه

کله به سجده په لــــمر خاتــــه کــــــړمــــــه

تابه لیـــونی دخپـــلــــې غــــیــــږې کــــــړم

دامې یــــو ارمان دابــــه پـــوره کــــړمـــــــه

راشه چــــــې په ویـــښــه ســـــره وویـــــنــــو

څو پـــــورې خیالو کې دې اوده کـــــړمــــه

زړه مـــــې درته راوړو داختــــر پـــه شــپــــه

ښه بــــــه دې لاســــونه پکې ســــره کــــړمــــه

نه غـــــیـــږه ډولۍ راتــه راخــــلاصـــه کــــــړه

زه بــــــه دې نو نــــاوې پـــه کـــالــه کــــړمـــــه

زما شهیـــــــد صورت کـــه ورتــــه ورغـــــلو

سره به مې پـــــه ویـــنـو هـــــدیـــره کـــړمـــــه

مه ځه د" نغــــمــــې" له نظر چــیــــرتــــه تــــه

زه به دې په سترګـــــو کــــې رانجه کــړمـــــــه

فرانکفورت  جرمني 

۲۰۰۲  /۷ /۸