2020-09-21
په سکروټو چې دغم خلکو سوځـــــیـــــږم
لکه شمعه په تدریج سره ویـــــــلــــیــــــــږم
زړه مې ډیر په بیرحمۍ دی رنځیدلــــــۍ
په ګریوان کې رڼه اوښکه یم څــــڅــــیږم
هیڅ طبیب مې د دردونو پـــــیــــدا نشو
د نا سور پرهار په شان غــوندې شړیږم
ژوند زما فقط غمونو تـــــه وقف شوی
په مـــــــــزار د جــــــــنـــــــازو د غم بلیږم
چـــــې نصیب زما په غم دی لړل شوی
هـــمیشه په مایوسۍ کې ترې کړیږم
زه میرویس چې د غمونو انډیوال یم
مرګ زما به وي له غمه پری پوهیږم
۲۰۰۴/۱۱/۰۴
ستوکهلم سویډ ن