2020-09-21
بیا د ځمکې زړه دربیږي ، نـــن یــــې بــــــــــیا زړه په لرزه ده
د ایشیا قاره ورانیږي ، پــــه ایـــــشیا کــــــــې زلــــزلــــــــه ده
بیا کاروان دتورو وریــــځو ، په غضب په غوړمــــبیدا دی
بیا د غم د لښکر بریــــد دی ، بیا یرغل بیا یی حــــــملــــه ده
خدایه خیر کړې چــــې بیا بــــــــه ، د چا کور پکې ورانــیږي
د مرګي او ژونــــــد جګړه ده ، نن یی بیا مــــقـــابــــــــــلــــه ده
بیا د غم سیلـــــۍ لګیږي ، نغـــــــــــاره د غــــم غــــــږیــــــــږي
داسې ښکاري چــــې مرګي ته ، لــــــــنډه شوې فاصلــــــه ده
هــــــریخـــــــواته ژړاګـــــانې ، هریــــخـــــواتـــــــه فریــــــادونه
سوي ســـــــوي حــــــوصلي دي ، د هرچا په خـــوله نــــــاله ده
دا د خــدای قهر او غضب دی ، که سزا زموږ د اعـــــــمالو؟
وچ لانـــــــده پکې سوځــــــــیږي ، نازل شوۍ په جـــمـــــله ده
په زرګونو خلک ښخ شول ، پرې انبار شوې تورې خاورې
د هـــــــــر چـــــــــا جونګړه ورانه ، د هر چا مېـــــــنه سپیره ده
هـــــــــره خـــــــــــواه د ویـنو دارې ، هریخواته فـــــــوارې دي
بیا د غم بلا نازله ، خـــــــــــولـــــــه یی بـــــیا په وینو سره ده
د غمو په زانګو زانګي ، غـــــــمځپـــلۍ مــیرویس بیا نن
پــــــــــــــــه زړګـــــــــي یی بیا روانه ، د غمونو قــــافــــــله ده
ستوکهلم سویډن
05/10/11