غزل

2020-09-21

نن يې په فــــــكر وران كـــــــــورونه دافغــــان ورېږي
ځان ترېنه هېروي چــــــې په زړه دچاجــــانان ورېږي

دغه له سترګو چــــــې څڅېږي ګورئ اوښكې ندي
دامرغلرې دي چـــــــې نن په ســــپين ميدان ورېږي

داهســـــــې ندي دزړګـــــــي په ســـرزخمونه لري
له دې زخــــــــموڅخه دويـــــــــنو سم باران ورېږي

سكون يې نشــــــــــته دى هېــڅكله ارام نه پېژني
سرې سرې سكروټـــې دباروتو په هرځـــوان ورېږي

چاســــــره وبه كړي خنــــــــدانن پښـــتنې مېرمنې
دلته خوغــــــــــــږ دژړاګانو له اســــــــــــمان ورېږي

يوطــــــــــرف غم دوږې ګېـــــــډې بل خو اويردوطن
په كلي كوركې مو دژڼيـــــــــــــــــو شورفغان ورېږي

څوك به تغيركړي دازمـــــــوږه دتــــقـــــــــــديرفيصله
چې په وطن موبمــــــــــان نه بلــــكې ګلان ورېږي

كله به جوړموشــــــــي وطن خــــدايه داسوال كومه
خدايه پوره كړې دروشـــــــــــن په زړه ارمـــان ورېږي