شعر

2020-09-21

خدايه څنګه له غمو ډكه دنياده
له دردواو كړاوو ډكه دنيا ده

هرڅوك ګورم دخپل ځان په غم كې ګې ځي
نكړي خيال دخرت په لوريې شاده

موږ دې څنګه بنده ګان يوپيداكړي
پخپل منځ كې لاس ګرېوان تل مو غوغاده

ټيپ راډيو سې ډي ويډيو سره يې شوق ده
ترناوخته پورې ناست په سينماده

دجومات لخوانه ډېرپه تلوار تېرشي
وايي لمونځ شورانه هېر خو  اوس قضاده

د((روشن ))قلم يې نور نشي ليكلاى
ځانته نكړي نصيحت دايې سزاده
 ۱۳۷۸\۸\۸