غزل

2020-09-21

راځه چې ځـــوترې زه اوته نورپكې نه ځايېـــــــــــــــــــــــږو
پوهېږي دوى په ميــــــــــــــنه څه نورپكې نه ځايېـــــــــــــږو

تاويـل ددوى په وچوشـــــــونــــــــــــډوبه خنـــداراولــــــــو
ژړاكـــــــړي خوښه مسـكانه نورپكـــــــــې نه ځايېـــــــــږو

كـه ترسهـــاره ورته كېـــــــنو سترګـــــــــــې پـټې نكـــــړو
نه وايي دوى رابانــــــــــــــدې ښه نورپكې نه ځاېــــــــېـږو

مـادرتــه ويــــــــــــــل چې مـــــلاپرې مــه تړه وفانـلـري
چېرته كېـــداى شــــــي لكه تــــه نورپكــــې نه ځايېــــــږو

كه مــــــــــــــودتن غوښـې پرې وخـوروڅه فايده نكـوي
ښكلي په دې پوهـــــېږي څه نورپــكې نه ځايــــــــــېـــږو

موږيې دپونــدې اغزى تـــــــــــــل دى په بڼــووېـســـتلى
موږته يې داغ ايښـى په زړه نورپكـــــــــې نه ځايېــــــږو

نن كوي پرېكړه چې (روشـــــــن) به له دې كلـــي وځي
كووپه دې مالــــــــــــــت كې څه نورپكې نه ځايېـــــږو