غزل

2020-09-21

چې له مانه كله تللې سپين سحـــــروه
ښه مې يادشي اى جانه چــــې اختروه

ستاپه سترګوكې داوښكــــو ووډنـــډونه
غم جوړكړى ځانته كورستاپرځيـــــــګروه

مجبوردې وه شيـــــــرينه بايــــد لاړ وې
زموږكلي كې جوړشـــوى يومحشــــروه

زموږكوراوښوونځي ووټول ړنګ شــــوي
دجومات مو هــــــم نه ور وه نه ممبروه

وه پرمونږه سره بلانازله شـــــــــــــوې
هم مومال اوهم موســرترې په خطـروه

زموږقوم هم ملامت وه چې پښتـون وه
له هرلــــــوري پرې نـــازل يو بدنظـروه

خوپښتون چاسره بدكــولى نشـــــــي
نوبيــــــــاولـــــې ددې هرڅه څه اثـروه

هغه وخت مې هم په ياد شي اى (روشنه)
ستاسوكــلى چې وه كوز اوزمــــونـــږبـــروه