دمورپيغام

2020-09-21

دشپې ترډېره پورې ويښ پاته شـــــــــــــــــــــــوم
خوپه علت باندې يــــــــــــــــې نه پوهېـــــــــــــــــدم
يوه دسوچ لويه بېـــــــــړۍ راغلـــلـــــــــــــــــــــــــه
دلته زماترڅنګه مېشتــــــــــــه شــــــــــــــــــــــوله
په جنګ ووخوب اوزماستـــــــــرګې ســــــــــــــره
له ډېروخت وروسته پر ې غالب شولـــــوخوب
زماله ســــــــــــــترګويې جګړه يـــــــــــــــــــــووړله
خوبس داخوب نن داسې  بل قســــــــــــــــــــــم وه
نن له پخوانه مکمـــــــــل بــــــــــــــــــــــــــــــــــــدل وه
زه يې يوداسې ځــــــــــــــــــاى ته يوړلـــــــمــــــــــه
چې مې څـــــــــــــــــــــــــــــوک نه پېژنـــــــــــــــــــــدل
هلته مې وليـــــــدې بې ساري څهـــــــــــــــــــــــرې
خوبس هېچا زماپه لـــــور نه کتـــــــــــــــــــــــــــل
ځانته مې يوځــــــــــــــــــــلې په قهرشـــــــــــــــــــــومه
چې ولې ټول راځنې لـــــــــــــــــــــــــرې به تلـــــــــــل؟
هلته وه تورشپـــــــــــــــــــــه اوتوره کـــــــــــــــــــــلا
پکې راګــــــــــــــــيرزه دبلاپشـــــــــــــــــــــــــــان وم
يو وخت وډېربېــــــــــــــــدريغه ووېرېــــــــــــــــــــدم
په کټ کـــــــــــــې پورته شوم اوولګېـــــــــــــــــــدم
چې شوم بيـــــــــــــدار ډېر وارخطاومـــــــــــــــــــــــه زه
ګورم مورجانــــــــه مې کوزه په لاس کــــــــــــــــې
راتـــــــــــــه ولاړه ده اومـــــــــــا ښـــــــــــــــــــــوروي
بچيه  پاڅه دلمانځـــــــــــــه وخت شـــــــــــــــــــوى
ماهم سستۍ ته زياتـــــــــــي وخت ورنکــــــــــــــړ
ويل مـې ښه دى چې داخوب وخـــــــــــــــــــــــــوته
ددواړولاســــــــــــــــــــــــــــوپه ورغووبانـــــــــــــــــدې
مې دواړه ستــــــــــــــــــــرګې سره ومښـــــــــــــــلې
خوب ته مې ځــــان ځنې رخصــــــــــــــــت واخسته
کوزه يې راکـــــــــــــــــــــړله په لاس کې راتــــــــــــه
نوردبمـــــــــــــــبې په لوري وخوځېـــــــــــــــــــــــدم
اودس مې وکـــــــــــــړ چې راوګرځېــــــــــــــــــــــدم
مورجانه ناستـــــــــــه جاى نماز بآنـــــــــــــــدې وه
اوږدې تسبـــــې يې په لاسونوکـــــــــــــــــــــــې وې
دتسبېحاتوزمــــــــــــــــــــزمې يې کــــــــــــــــــــړلې
شوله راپورتـــــــــــــه راته وه يې ويـــــــــــــــــــــــــــل
راشه په دې ځاى کې دې لمــــــــــونځ اداکـــــــــــړه
نن مې دايو پيغـــــــــــــــــام په غــــــــــــــــــور واوره!
دلته به هرسهـــــــــــارلمونځونه کـــــــــــــــــــــــــــوې
خويندې او وروڼه به دې ټول پاڅــــــــــــــــــــــــــــوې
پرې به لمونځــــــــــــــــــــــونه کـــــــــــــــــــــــــــــــــــــوې
په دې کوچنيـــــــــــــانوسبقــــــــــــــــــــــــــــونه وايه
بيايې ښوونځــــــــي ته هم په وخت ورلېـــــــــــــــږه
نن مې دمــــــــــورخبرې بل شانتـــــــــــــــــــــــه وې
نن يې څهره کـــــــــــې هم تغيرښکارېـــــــــــــــــــده
اوس يې په ښکلـــــــي نوراني رخســــــــــــــــــــارکې
زمادشپې دخــــــــــــــــــوب تعبيرښکـــــــــــــــــارېده
ماورته ويل مورجانـــــــــې داڅه وايــــــــــــــــــــــــې؟
نن دې خبرې عجيبــــــــــــــه غونــــــــــــــــــدې دي
هغې زما خبره پـــــــــــرې کړه ويـــــــــــــــــــــــــل يې
زويه په دې ژوندبــــــــــــــاورندى پکــــــــــــــــــــار
په دې نړۍ کـــــــــــــــې دغه ټول مخلــــــــــــوقات
وي مېلمــــــــــــــــــــــــــــانه ديوڅوورځودلتـــــــــــــــــه
مورجانې! هيله کـــــــــــــــوم غلې شه نــــــــــــــــــــــــور
داسې خبــــــــــــــرې راته څۀ له کـــــــــــــــــــــــــــــــوې؟
زماپه مينــــــــــــــــــه کې کمى مــــــــــــــــــــــه راوړه
زما دزړه ديــــــــــــــــــــــــــــــــــوال به نه نــــــــــــړوې
هغې امېـــــــــــــــــل کړل دواړه لاســــــــــــــــــــــــه راته
خپلې سينـــــــــــې سره يې جوخت ونيــــــــــــــــوم
زما داخوارتندى يې ښکــــــــــل کــــــــــــــــــــــړ راته
مايې  لاســــــــــــــونه هم په مينه ښکـــــــــــــــل کړل
راته دعــــــــــــــــــاوې يې نن ډېرې وکــــــــــــــــــــړې
نوره بـــــــــــــــــــــــــــــې واکه شـــــــــــــــــــــــــــــــــــوله
دشهـــــــــــادت کليــــــــــــــــمه يې وويـــــــــــــــــــــله
حيران شـــــــــــــــــــــــــــــــــوم څه پېښېـــــــــــــــــــږي
دخداى پامـــــــــــــــــــــــــــــــان زوى جــــــــــــــــــــانه
اوس مې مورجـــــــــانه زماڅنګ  کې نشــــــــته ده
اوس زه يواځــــــــــــــــــــــــــــــــــې يمــــــــــــــــــــــــــــــه
اوس بــــــــــــــــــــــــــــې نوايمــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه زه
دزړه ديـــــــــــــــــــوال مې پرېــــــــــــــــــــــــــــــــــــوت