غزل

2020-09-21

 بياچاترې کوکۍ په زور اخستې ده

چاله دې جلکۍ په زور اخستې ده

بيايې دي سرې شونډې لکه سور انګار
يخ ترېنه خولګۍ په زور اخستې ده

سترګې يې دي ډکې خوڅه نه وايي
ډار ترينه سلګۍ په زور اخستې ده

هغه سندرماره اوس خاموشه ده
مرګ ترېنه ټيکۍ په زور اخستې ده

ناسته له روشن سره تياره کې ده
غره ترېنه سپوږمۍ په زور اخستې ده