په درد ابـاد يم، کوم ژوند له اضطرابـــــه سره
دامې صـــلـــه شوله د مينې، له ګلابـــــه سره
پورته له خاورو يې کړه بېرته يې دخاورو کړلو
مزل نــيمګړى د شبنم و له افتابــــابه سره
له تنــدې مړه شي، د ژوندون د سمندر په غاړه
چې اشنا نه وي د حــــالاتو له سرابه سره
هر يوماښام ددې وطن وي د غمونو سره
هر يو سهار يې وي تړلى له عذابــــــــــه سره
غزل چې کله ځان لباس کې د هنر ونغاړي
طايره! ښکلې شي دا ناوې له حـجابــــــه سره