دلته نظر سوزي يارانو او ځيګر ماتيږي
دا څنګه وخت راغى چې ګل په خپل ډنډر ماتيږي
د ژوند په لار مې هيلې داسې ځوانې مرګې شولې
لکه د پيغلو نه منګي چې په ګودر ماتيږي
هسې سراب باندې د زړه دښته خړوب څنګه کړم
د تږي تنده خو اشنا په سمندر ماتيږي
زه د باګرام د ښکلو ياد په کې ساتل غواړمه
خو په يو تور لاس مې د زړه د قلعه ور ماتيږي
طايره! زه يې هم ځان بولمه اغيار يې هم ځان
ګوره چې کاڼى به اخر د چا په سر ماتيږي