یو وخت و چې لیمه مې ستا نظر کې وسیدل
زه سیند وم او لعلونه مې په غر کې وسیدل
د رنګ او د نسب په وینو سور و یو سړی
او سپین ویښته یې تورو سره سر کې وسیدل
پخوا به د چا اوښکې په بالښت نه څڅیدې
دردونه به یې صرف په پرهر کې وسیدل
څیرې د مخ پرستو په کاغذ تصویریدې
او څوک چې بی څیرې وو په څادر کې وسیدل
غرور به یې همداسې په غرور تمامیدو
مونږ خاورو کې پراته وو دوۍ په لمر کې وسیدل
سعوده کایناتو زیږولې فاصلې
او ستوري به سپوږمۍ سره سفر کې وسیدل