زه مـې د ژونـد د هـر کمر نه اوس کينار نه کوم
څـۀ عجيبـه يـم د اجـل پـۀ سورې وار نــۀ کوم
ښـۀ پرې پوهيږم چې د اوس دور توان نـۀ لرمه
د زهـرو ډک ژونده بيا هم تـانـه انــکار نــۀ کوم
لاس مې اذاد دې په ظاهره خو آې داسې نۀ ده
اختيار لرم خو مګر بيا هم خپل اختيار نـۀ کوم
ســاده سړيــه داسې نــۀ ده زه تـنـدی لـرم خــو
زه ډير بدبخته يم پۀ خپل نصيب اعتبار نۀ کوم
مــا سرور خــپله ژبــه دومره پـــۀ هنر پرې کړې
ځان تــه دعا نــۀ کوم تــاتــه پــرې ازار نــۀ کوم