چیرته د حسن تقاضأ چیرته د لمر وړانګې
خیاله را غورځې به همیش زما پۀ سر زانګې
سومره نازک دې پۀ سر اوغواړاؤ پاڼې پاڼې
تۀ د ازغو ډکه تعجب دې کړم دء ګل څانګې
د خیال کشتۍ به مې اوس کمه څپه ړنګه راوړي
تاته حیران شوم سمندره ستا څپې بې پانګې
دا زړۀ مې خداې ذده نن شکې پۀ راوتلو کړمه
پۀ یوه چغه مې ترک وچاودې د شونډو وانګې
زۀ حق حیران شومه سرور؟ د خوشبوئې د لاسه
د کمې خاورې جوړ یې بوټیه د لونګې وانګې