غزل

2020-09-21

د مستو جينکيو اتڼونو ته دې خير وي
د ډولو ديراګانو دې سازونو ته دې خير وي

قدم سره قدم اړوي ګرد سره. تاوېږي
لمن کې زنځيري واړه ختونو ته دې خير وي

د چکو په اندرس کې ما په چغو ورنارې کړې
د پېغلو دغو سروسپينو لاسونو ته دې خير وي

نو دغلته معشوق چې دې ساقي شي بختوره
بيا وايه چې په لاس ډکو جامونو ته دې خير وي

زه راغلم ميکدې نه شيخ بابا ته حورې شماري
ملا زه دې قربان ستا جنتونو ته دې خير وي

په چورت کې الپته شوې د ورغوي په کتو مې
ملنګ بابا زما د لاس پالونو ته دې خير وي

د شرنګ په احتجاج کې چې ترې کلکه غېږه راوړي
سروره. د دې ځينو ايمانونو ته دې خير وي