کائنات درته پسخېږي ايماندارې
عود له جسم دې بوئېږي ايماندارې
په کاکل دې د اوويا حورو نڅا ده
دوزخيان ورته سوزېږي ايماندارې
د غړۍ کوثر دې ورکړه ثواب واخله
تږي ټول ورته زورېږي ايماندارې
هله پام که ما در ژغوره کنه مرمه
جام د صبر مې توئېږي ايماندارې
د ملا د فيتوؤ پاي کې څه شکرې
غېږ ته ستا کله رسېږي ايماندارې
ما لاحولاة کړله چوف په ګريوانه کې
خو شيطان دی نه شرمېږي ايماندارې
ته راتيره له دوزخ. شه سر بلندې
له جنت دی درتاوېږي ايماندارې
نور يې هرڅه بلا پسې خو مګر تانه
ستا سرور کله صبرېږي ايماندارې