غزل

2020-09-21

چې د مرغو ماتې وزرې شي نو څه به کوې!
په وير بدلې چې سندرې شي نو څه به کوې!

مونږ د فطرت د ازادۍ په نشه مست شو,ورشو
د واورو پوستي چې ډبرې شي نو څه به کوې!

سړى به چرته اخر سر ږدي د سکون په لوټه 
چې کلى کور کندې کپرې شي نو څه به کوې!

په محبت کې يو رقيب نيم څه خبره نه ده
خو رقيبان چې دې لښکرې شي نو څه به کوې!

ته خو ساختونه تعويزونه هسې ټوقې ګڼې
سياله چې سترګې جادوګرې شي نو څه به کوې!