کور په کور او چم په چم زده کول غواړي
يو سبق د مينې سم زده کول غواړي
چې د جبر نه يو شين لوګی کړي پورته
دا هنر د اېټم بم زده کول غواړي
د مغزو نه دې د جنګ پېريان کړه لرې
کلي واله لږ به زغم زده کول غواړي
که د مينې په چل نه پوهېږې خېر دی
يارانه به د قلم زده کول غواړي
د دنيا د ښکلو اوښکې دې په خېر شي
د خپل کور کلي ماتم زده کول غواړي
چې دې ټول عمر سر ټيټ نه شي هيچا ته
دا سجده به د صنم زده کول غواړي
د تاريخ د کهنډراتو نه رااوځه
ددی دور پېچ و خم زده کول غواړي
هر يو درد به دې په سترګو کې مسکی وي
سياله ستا نه چل د غم زده کول غواړي