مرګ

2020-09-21

د هډوکو پنجره ده

د پستې غوښې ټوکړه ده
د سرو وينو سرچينه ده

کله کله داسې وشي
چې د وينو دا چينه
د رګونو دا ګُور جال
د پستې غوښې ټوکړه
دومره ښکلی شي حسين شي
چې په يو نظر کتو يې
زړه ټکور سترګې خوږې شي
د وجود هر يو اندام يې
د رنګين سپرلي غنچه شي
کله ګل کله ګلفام شي
کله رِند شي کله جام شي
داسې خوږ داسې خوندناک شي
دومره پوست شي ، دومره نرم شي ، نازک شي
چې د ګل ګذار پرې هم کول زياتې وي

خو ناساپه بې تپوسه يو طوفان د اجل راشي
دا د سرو ګلونو لخته
دا د حسن پاغونده
دا مينار د عظمتونو
تسنې وسنې رېز مرېز پوټي پوټي کړي
او د زمکې په يو تل کې
د منونو خاورو لاندې
د ښکلا معراج بندي کړي

د خوشال بابا په قول
؛؛ هغه مخ چې پرې پېرزو نه شوه ځوانکه
هغه مخ اوس په لحد کې په چينجو خوري ؛؛

چې دا ولې داسې کيږي
چې تر څو به داسې کيږي
کاش دی مرګ له يو علاج هم
چې انسان چرته پېدا کړې ؟؟؟
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ژوند جانان -- چاپ دسمبر ۱۹۹۵