نظم

2020-09-21

په ګل درو دې ورول اورونه

د نظر تاو دې سړېدو او که نه
په سرو لمبو کې دې سېزل ګلونه
ظالمه زړه دې خوږېدو او که نه

هغه د ګل په رنګې ښکلې کوچۍ
هغه ساده ساده د کلي کوچۍ
هغه د پت او د حيا مېرمنې
نن د طورخم په سړک زغلي کوچۍ
اوتر اوتر سرتور سرتور سرونه
فکر دې دومره رسېدو او که نه

دا د نازونو د دنيا ښکلي وو
د ننګ د خاورې نه پېدا ښکلي وو
دغه بچي د ابدالي او خوشال
دا خو هم ستا د وطن ستا ښکلي وو
په وينو سره دې کړل نازک مخونه
د چا فرياد دې اورېدو او که نه

خدايه دا مونږه لېوني پښتانه
د شاړو دشتو غرڅني پښتانه
دا در په در بې کوره شوي خلک
د خپلې خاورې ارماني پښتانه
لږ خو راوکړه د کرم خيالونه
دغه قيامت دې وليدو او که نه

ارمان ارمان د وطن شوخو جونو
ارمان زلمو د مستو غرونو
ستاسو په درد او بې وسۍ مې قسم
زما د فکر د شملې ګلونو
چې ورانووم به د ستم برجونه
يه سياله زور مې رسېدو او که نه
په سرو لمبو کې دې سېزل ګلونه
ظالمه زړه دې خوږېدو او که نه