مخ ته دې ايښې يو تصوير و چې دا څه دې کول
بېګاه دې ټول کړې شوګير و چې دا څه دې کول
ناست وې د ګل په تماشه لاس دې راښکل په زمکه
سترګې مسکۍ زړه دې زهير و چې دا څه دې کول
نه لېونی او نه باغي وې نه غلام وې د چا
ځان دې تړلی په زنځير و چې دا څه دې کول
کوڅه خالي وه ترږمی و د روژې د ماښام
په دروازه کې يو فقير و چې دا څه دې کول
تا په دنيا کې د جنت په تمه ژوند نه کوو
نه دې جوړ کړی خپل جاګير و چې دا څه دې کول
هاغه نشه دې سياله اوس په سرکې شته او که نه
چې دې د پښو لاندې تقدير و چې دا څه دې کول