غزل

2020-09-21

خاموشي مې درته راوړه سمندره
سخت تنها يم راکه غاړه سمندره

زما ژوند لکه د سپين کاغذ مخونه
شابه، اوس يې راته ژباړه سمندره

په څپو کې دې د زړه درد محسوسيږي
درته ژاړم، راته ژاړه سمندره

ستا نه پورې يو ملنګ سړی اوسېږې*
کله کله يې درغواړه سمندره

زه دردمن يم او ته درد له خلکو اخلې
ښه جوړېږو مونږه دواړه سمندره

چې به تاته هېواد شپې رڼې کولې
اوس ترې هغه مستي لاړه سمندره

نو
په څپو کې مې رانغاړه سمندره
سخت تنها يم راکه غاړه سمندره.