د زړه آواز

2020-09-21

وران وطن ته مې بهار يم، يم سپرلی د سرو ګلونو
لېونی يمه د مينې، يم زمری د جګــــــــــــــو غرونو
چې زمونږ ښکلی وطن يې په ميرو راته بــــدل کړو
د هغوی په کور راولېږم، لکه شړک له آسمــانونو
د يتيم له خولې وتلی، د ښېرو نه ډک فــــــريـاد يم
زه له اوښکو جوړه شوې، يو څپه يم د ســــــيدونو
ناکرار به يم ترڅو چې، د ظالم ټغر ټول نــــــــــکړم
دا قسم دی ما خوړلی، د شهيد په مـــــــــــزارونــو
د وطن ښکلې جنډه مې، تر آسمـــــــــانــه جګومه
د غيرت ډک افغان يم، جنګيالی يم د جـــــنګونو
له غمونو نه جوړ شوی د هيبته ډک تـــــــوپـان يم
کور به وران کړمه د ظلم زه په داسې توپانـــــــونو
د (( هېواد )) د زړه فرياده، د قاتل په کوڅو ورشه
ترې راجګې نجازې کړه د مړو شوو آرمانــــــــــونو