غزل

2020-09-21

مینتوبه، مینتوبه، مینتوبه
زه دې ایستی یم له خوبه، مینتوبه

کيسه پيل شوه د هغې له پېغلتوبه؟
که زما له زلميتوبه؟، مينتوبه

په ما وو د ډېرو ښکلو نظرونه
له پخوا، له وړيکتوبه، مینتوبه

د اشنا لپاره سل ځلې قسم خورم
تا رازده کړه هره لوبه، مینتوبه

اوس به زېړ يم، له پخوا نه داسې نه وم
دا به وي د چا له روبه، مينتوبه

په هر ښکلي مخ کې مخ د جانان وينم
درنژدې يم لېونتوبه، مينتوبه

يوه ورځ به هېواد تا باندې تاوان وي
ترېنه اخلې ساه ورو، ورو به، مینتوبه.