غزل

2020-09-21

بېلتانه يم ژړولــــــی ــ په ژړا مـې ســترګـــې ســــرې دي 
 په زړګي باندې مــــې بلـــــې د هـــجران د اور لــمبې دي


 څه ګيله به له اغيار کړم، پدې حال چې اوس زما دی؟
 چـــې خپل رب راته ليکلــي د ازل کــــرښې سپېرې دي


 چې په خوب کې راپه ياد شـــي، ناکرار شم په ژړا شـــم
 هېرېدل يې ماته ګران شول د اشنا سترګې خــــوږې دي


 چې مې زړه پکې بايللی، اوس نو چېرته ترېنه ﻻړ شم؟
 لــــه جنته مـــــاته ګــــــرانې د جــــــانان خړې کــوڅـې دي


 د کـنــعــــــان سپـينې کــــوتــرې، د يوســـف لاره راښـــيه
 ما په خوب بېګا ليدلي د اسمان سترګـــــې کـــــږې دي


 دا خندا به دې په غم کړم، ائ غمازه که درخلاص شوم
 خو افسوس چې له ازله مـــې پــــه پښو کـــې زولنې دي


 د هېـــواد جــــانـــانـــه راشــــه، روح د تــنه پـــه وتـــــو دی
 زکندن راحضور شوی د ژونــدون وروســتۍ شـېبې دي