2024-03-07
دوه ورځې ژوند به دې راکړی بې پوښتنې و
ما به هم څوک پکې نیولی له لمنې و
چې بې سببه مرور یې خدای دې مل شه نو
که نه بل هر کار دې جانانه د بښنې و
نه زما زړه اوس هغه درد لري چې مخکې و
نه هغه خال شته دی چې تا ایښی په زنې و
هغه وطن چې هواګانې یې سندرې وې
له جنګ نه وروسته لوټې لوټې، غنې غنې و
درځاره! بیا دې مخ ته هم راته و نه کتل
دومره عذاب زما د کومې تېروتنې و؟