2020-09-21
څومره خوږه لکه دشاتو گبین
خلکه له یاره سره شپه د وصال
خو زه یې خیال کي شپې رڼې تیروم
کله رښتیا به شي شېبه د وصال
زخمونه ټول به مي دزړه ټکور شي
که را په برخه شوه تحفه د وصال
لا خو کړیږم د بیلتون تیاروکي
کله به بله شي ډیوه د وصال
پوښتم د هجر له کاروانه ځیني
را به شیي کله قافله د وصال
نسیمه تاته ننوا تي درځم
راوله ما باندي وږمه د وصال
ساقې دوستي ته به د شا کړمه زه
که شوه راخلاصه میخانه دوصال
نو بیابه د میوجام ته لاس ورنوړم
که یوځل نوش مي کړه پېاله د وصال
انگاره ستونی مي له تندي وچ شو
کله به ماته شي روژه د و صال
نظیراحمد انګار _ مونشن جرمنی
٢٠_١_٢٠٠١