زما دهيلواُميدونو کاروان
2020-09-21
ما پـــه ســـړه سيـــنه هـــر څه وځغمل
دژوندخوږو کې مي تـــرخـــه وځغمل
بې له خزانه دسپرلي مــــوســــم کــــې
په مخ بادونه مي سپـــــــيره وځـــغمل
دوخت بې رحمه او وحـــشي ستـــم نه
ژور زخمونه مــــي پــــه زړه وځـــغمل
په خپل معصومه او بـــې وســه جسم
رنګ رنګ دردونه مي درانـه وځغمل
غبرګو ليمو نه مې کــاروان داوښکو
په خپل شليدلي ګــــريـــوانه وځغمل
چه په مالد کى چـــا ليـــدلـــي نـه شو
ما هغه واړه پـــــه کـــالـــــه وځـــغــمل
بس د يوې اســــرې پــــه هيله مي ټول
دزړه انګړ کي ميــــلمــــانـــــه وځغمل
هرڅه مي وځغمل او وه مــــي ځغـمل
پــــــــوهيــــــــــــــــږې ولــــــې وختــه ؟
مـــــــــا دخپل ژوند يوې اسرې لپــاره
دا هــــــــرڅــــه وځغمل ددې لــــــپــاره
چه دا وحشي خزان به کـــډه وکــــــړي
زمونږ کنډر او له دې شــــړ کــــــلي نه
په بـــــيړه رابشي دامــــــن سپــــــرلــې
زما دهيـــــلو اُميـدونــــــــوبــــڼ تــــــه
وغزوي به خپل زرغــــــون پــــوړنــــې
زما په لارکې د اغــــزو لـــــه پــــاســه
پاس له اسمانــــــه سـترګکونوباندې
په تښنوونکواوازونـــــــوبـــــانـــــدې
دحکمتونودکـــــــوثـــــــــرچيــــنې نــه
درحمتوباران بــــــه شـــــــــــړق ووهي
دې جل وهلي او وچکـــالـــــه باغ کې
زماتنکې نيالګې به وهــــــڅـــــــــوي
ديوه نوي سبــــــــــاوون پـــــــه لـــورې
ترينه به جوړه شي يـــــوه لـــــويـــه ونه
له ثمر ډکه او خـــــــــوشبـــــويــــه ونـه
له پاڼوډکه له شاخــــــــــونــــــو ډکــــه
زما دنيـــــــاتــــه له رازونـــــــوډکــــــه
کړمه به جوړه دخپــــــل اوږدمنــــــــزل
په يوه هوســــــا اوپــــــــه ارامــه نفس
دسيوري لاندې سورور ډډ تـــــه يـــې
دخپل دستړي پـــــرون دمـــــه ورتـــــه
پـــــوهـــــيږی څـــــــه وشــــــــولـــــــو؟
ناســـاپه راغله زوروره سيـــــــــــــــلۍ
زما تنــکې نيالګې يې بيخ نه وخکو
ځکه شــــو پـــاتـــــې راته نيمه لارکې
منـــــــــــزل تــــــــــه وه نـــــــه رسېــــــــد
زما دهيــــــــلواُميـــــــــدونـــوکاروان