نه پوهيږم چه ترڅو پوري بــــه درومي
قــــــــافــــــله زمـــــا دعمـــر په دي لاره
خپل منزل ته دخوبونو به مـــــې بيايې
که به پاتي شمه وروســـته لــــه قطاره
دنيمګړوهيلوڅانګې بــــه مې ګل شي
که به مړاوې شي په شاخ کې بې بهاره
هاغي غاړې دساهــــل ته به مې باسي
که به پاتې يکتنهايـــم پـــه دې غـــاړه
دا تيارې به مې دهجر شي روښـــــانــه
که به رغړم تورو شپوکې بـــــې سهاره
دخواږه اشناليـــــدوتـــــــه بـــــه رسيږم
که بـــــه درومــــــم بــــې ديدنه تر مزاره
دمحبوب وطن په غيږکې به ويده شم
که به خاورې پرديسۍ کې شم انګاره