نه د خپلوکلی دی نشتـــــــه دی خپـــــلــــــوي دلتـــــــه
دا دپردوکلی دی ټول پــــــردي پـــــــــــــردي دلتــــــه
دود پردی دستورپردی کورپردی کلتــــــــور پــــردی
دې پردي ماهول کې روغ پـــردی رنځـــــــورپـــــــردی
خود به عقوبت زمونــږ وي دلیـــــــوني د لـــــــتـــــــــه
دا دې پردوکلـــــــی دی ټول پردي پـــــــــــردي دلـــته
نه کوم غمشريک شته دی نه یار دښادۍ پــــــکــــــــې
نه شته کوم رښتينی دوست نه څوک د دوستۍ پکې
چا سره زړه تش کړمه ټول دي اجنبـــــــي دلـــــــــتـــــــــه
دا د پرد وکلی دی ټول پردي پـــــردی دلــــتــــــــــــــــه
نه په اختر پوی شومه نه په نـــــــــــوي کال بانـــــــدې
شپې ورځې تېريږي مې ټولې په یــــــــــوحال باندې
درومي قافله دژوند څومره په تـــــــــادي دلــــتـــــــه
دا دپــــردو کلـــــــــی دی ټـــول پـــردي پـــردي دلـته
دا ښکلي ښارونه ټول ښــکاري ویرانـــــــه راتـــــــــــه
ونې غرونه بوټي دي واړه بیـــــــــــګانـــــــــه راتــــــــه
نه مې نيسي زړه کې ځای ټول اغــــزي اغـــــــزي دلته
دا د پــــردو کلی دی ټول پردي پـــــردي دلــــــتـــــــه
نه مې ول خيالونو کې نه هم په فکرونـــــــوکـــــــې
ويښه خو لا پرېږده چه نه مې ول خوبونـــــو کـــــــې
دا چه به ( انګار) کله پېښه کې راځــــې دلتــــــــــه
دا د پرد وکلــــــی دی ټــــول پـــردي پــــردي دلـــته
14/ 11 / 2005
سویډن